تصفیه او محاسبه ضرور ده
لیکونکۍ : پوهندوی دکتور طاوس وردک لیکونکۍ : پوهندوی دکتور طاوس وردک

لندن د سپتامبر ۲۱ نیټّه ۲۰۱۳ کال 
د افغانستان خلک د دیرش کلن خونړي جنګ په دوران  کې دراز راز رهبرانو ، قوماندانانو ، احزابو له خوانه په مختلفو ډولو اداره او تر فشاراوفرمان او د ډول ډول شکنجو او ظلمونو لاندې تر ننه ژوند ته په ډیر بد حالت کې دوام ورکوي، او یوازنۍ علت ېې د ډیرو خوارانو - فقیرانو - وږیو - بیسیواده - غلو او تروریستانو جابر او د بیګانه تر ډیکټڼاټ لاندې اداره او حکومت داري وه ، ددغو حکومت خصلت همدا وو چې دوی فقط د ځان په قصه کې وو او اول باید ځانونه دخلکو په وینو ماړه کا ځکه دوی د ازله بیسیواده وو - دوم خوار او د نسل نسل نه وږي او فقیران وو ، نو کله چې په مقام او قدرت دوی تکیه وکړه اول ېې خپل مشک او پالان او لباس او ژوند ته تغیر ورکړو اول ېې ځانونه ملیاردران کړل بیا ېې خپلوان ملیونران کړل بیا ېې خپل نوکران او کلي وال تهدید او په پیسو دځان نوکران او وسله وال کړل بیا ېې د ځانه مافیا او غاصبین جوړ کړل چې تر ننه پورې دهیچا زور نه ورته رسیژي ، که د نوي حکومت ، نوي ریس جمهور چې په ۲۰۱۴ کال کې دخلکو له خوانه انتخابیژي او یوه نوي ډول تحول  ته شکل ور نه کړي او دهیواد اداراو او په مجموع کې سیستم ته تغیر ورنه کړي او تر یوې منصفانه - بیطرفانه - عادلانه - واقعا اسلامی او افغاني ارادې لاندې تصفیه او حساب دهی ونه کړي نو هماغه اش او هماغه کاسه ده ځکه زه وینم چې ( د فساد پیشه ، خاینو ، وطن فروشو ، غاصیبینو ، مافیایی ، او تفنګسالاري ننۍ اداره او نني دولتی مامورین باید ابدالابدپه قدرت کې پاتې شي ) او همداوجه ده چې امریکا ورسره هم غږې ده او په بیشکک د قرغزستان په مرکز کې ېې ولادیمیر پوتین ته د رسولي نني وزیر خارجه خبر د راتلونکي ریس جمهور په حیث خبر ورکړوچې د ټولو قوانینو نه  ریس جمهور سر غړونه وکړه  ) ځکه درسولي تر ادارې لاندې دکرزي په شمول ټول وزیران او اداری هیات ېې د همیش په شان چپاول او زور زیاتی ته ادامه ورکولای شي  او تر دغو لحظې پورې زه  وینم چې خلیل زاد او جلالی ددوو مستقلو کسانو په حیث ځانونه کاندید نه کړل او غږ ېې نه پورته کیږي ، زه دواړو ته وایم چې که د تاسې دوونفرو له منځه یوه ځان ریاست جمهوری ته کاندید نه کړو او کرزي بازی درکړه نو وطن مو خرڅ کړو او فاتحه ېې په اسلام اباد کې نیول کیژي ،   نو بیا لازم نه وه چې د کرزي مفتنې او رشوت ستانې مافیایی اداری ته غرض وشي ،یا باید تغیر ورکړل شي او تغیر په دې معنی چې د ننۍ کابینی او مجاهدینو نه یو سړۍ هم ونه ټاکل شي او فقط ددغو دوو نفرو نه چې ما ېې نامونه واخیستل یو نفر ځان کاندید کا ،او زما مطلب له یوه نوي ډول تحول نه دادي چې د دریو میاشتو زمان پخوانیو ( دکرزي تر اداره لاندې مامورینو ) ته وخت ورکړل شي چې ځانونه بازسازي کا او په خپل کار او کړو وړو دسره غور وکړي او هغه ناجایزه او غیر انسانی او غیر افغاني کړه وړه چې دوی ځان ته اختیار کړي وو که ېې  کاملا ترک نه کړي او بیا د پخوا په شان رشوت - اختلاس - دخلکو ځورولو - اذیت ،ازار، او تهدید ته ادامه ور کړي نو باید د وظیفې نه سبکدوش او جایدادونه ېې ملي اعلان شي.   
تصفیه د څه په خاطر ؟؟؟  په خاطر ددې چې که دشمن په خپل حالت پریښول شي او هیڅ ورته ونه واېې نو هغه ده چې دشمنان فکر کوي چې نوۍ حکومت هم رنګه او هم خویه د کرزي د حکومت شانته دی نو هغه بیا دنویو کړیو او نویو وزیرانو او قومانداناو سره ناولې اړیکې تامینوي - تشکیلوي او ځانونه په نویو تاکتیکو سمبالوي او بیا دخلکو په اذیت او ازر او خپلو ناولیو کارو ته د پخوا په شان دخیانت دایره لویوي اوبیرته د ( اداری فساد ) لمنه درشوت او ترور او توپکمارې حاکمیت ته زیاته وده ورکوي دشمن څوک دی ؟؟؟
زموږ دهیواد داخلي دشمنان (( رشوت خواره مامورین - رشوت خواره پولیس - رشوت خواره قاضیان - رشوت خواره افسران - دوزیر نه بیا تر پیاده د دفتره رشوتخواران - وسله والې ډلې او توپک سالاران - قاتلین او تروریستان - انتحاریان او دهغو رهبران ( حکمتیار - ملاعمر- حقانی ) پخوانی جهادی رهبران او مشران ېې په نظامی او ملکې برخو کې او همدارنګه د نني حکومت وزیران - معینان - ریسان - والیان او ولسوالان دی )) دغه په داخلي سطحه زموږ دخلکو دشمنان دي، دشمنان په دې دي چې دوی د هر معامله ګر - هر تروریست - هر توپک سالار - هر مافیا - هر رشوتخواره - هر خاین او هر غله سره سازش کولو او دهغوی مخه ېې نه نیوله او زه یقین لرم که دوی د دشمنانو سره دخیانت دجیوال خوله نه وۍ نیولې هرو مرو په افغانستان کې صلحه را تلونکې وه او دوی دغه کار صرف په خاطر د مقام - څوکۍ - رتبي او پیسو ته غله وو او نور د خلکو په قصه کې نه وو .
دخارج په سطحه دشمنان (( امریکا - انګریز- او نورغربیان - پاکستان - ایران - عربان خاصتا عربستان سعودی او قطر- چین )) شامل دي چې راز راز مداخلو ته زموږ په هیواد کې لمن وهی او  ادامه ورکوي، دوی د اوږد محاله پروګرام له پاره نا ارامه - د دشمنانو نه ډک افغانستان ته جدا ضرورت لري له پاره ددې چې وکولای شې د نظامی لحاظه - اقتصادی لحاظه  ستراتیژیک لحاظه دلته پاتی شي او تل تر تله جنګ دخپلو هیوادو نه لرې په نورو هیوادو کې جاری وساتی ، دوی هیڅ کله دايي مهربان تره له موره نه دی او دوی خپل وږي - بیکوره - بیکاره - نشه ېې - معتاد مریضان په خپلو هیوادو کې زموږ تر هیواده زیات لري خو نن جنګ د تورید یا صدور سرماېې ( نیوکلونیالیزم ) دی او زموږ خلکو ته یو دالر هم ډیر ارزش لري او له همدی خاطره ېې ( فرکسي وار - نیابتی ) جنګ په افغانستان کې د افغان خرڅ شویو له خوانه جاری ساتلۍ دی نو لازمه او ضروري ده چې د دوی سره تصفیه او حساب دهی وشي خو که یو اصیل -جدي - متعهد وطن پرست افغان ریس جمهور و ټاکل شي دا کار ممکن دی  .  
د پورتنیو دشمنانو سره حساب او تصفیه د هر ابله او هر بې ارادی او بیسیواده رشوت خواره اومصلحت پسند ریس جمهور او دهغو د کابینی کار نه دی بلکه حساب او تصفیه تر ټولو مهم او ډیر مشکل کار دی ( یو فیلسوف لیکي چې سوسیالیزم یعني محاسبه ) هغه وخت دغه کار تر سره کیدلای شي چې یو (( پاک - با وجدانه - سوچه افغان - او په خاوره او وطن مین افغان - ریس جمهور شي  او دورویه - توطیه ګر او مفتن شخص  انتخاب نه شي او داسې  انسان انتخاب شي چې لاسونه ېې دخلکو په وینو، رشوت او خیانت الوده نه وي او د افغانستان ټولو خلکو ته په یوه سترګه وګوري صرف نظر د هغوی ایدیولوژیکو عقیدو او ارتباطاتو ته )) داسې یوه میړه او بې ویرې متعهد افغان ریس جمهور ته ضرورت دی چې د افغانستان د ۳۵ کالو خونین ناورین مسول او مجرم کسان قانونی محکمی ته را کش کا او د خلکو حق او غچ ورنه واخلي او ورسره دقیقه محاسبه وکړي چې ( هو ایز هو ) دغه څه چې لرې د کومه د کړل او ولې ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ دغه ټول سوالونه باید حل شي هغه وخت موږ یو غشتلۍ او مدبر ریس جمهور او قوی هیواد در لودلای شو چې د هیوا ټولو دشمنانو ته خوله ماتونکۍ ځواب ورکا که بیا د کرزي غونته ( مصلحتي - سازش کار - رشوتستان - د پاکستان -ایران - عربانو -امریکا او نورو غربیانو بلې اغا او مزدور شخص په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان خلک انتخاب کا معنی ېې داده چې نور د هیچا نه ګیله مه کوۍ او تاسې قصدي خود کشي وکړه او دیوه توطیه ګر او جادوګر او بې اتوریتي ریس جمهور دکرزي د کابینی غونته  شخص ته  مو ولي  رایه ورکړه اوانتخاب  مو کړو نو زما پیشنهاد د افغانستان خلکو مخصوصا ځوانانو ته دادی چې تصفیه حتمی ده او هیڅوک باید د تصفېې نه معاف او مجزا نه وي او هر سړۍ باید حساب ورکړي  .امین .





September 21st, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل اجتماعي